په اسرائیل کې نن لسګونه زره کسانو د بېکارۍ، فساد او د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د صدراعظم بنیامین نتانیاهو د اجراآتو پر ضد مظاهره وکړه.
د پولیسو ویاند میکي روسین فیلډ وویل، په بیتالمقدس کې د قانون د تنفیذ ځواکونو سهار وختي ۱۲ تنه قهرجن معترضان ونیول او د مظاهرهچیانو د خورولو لپارهیې له اوښکې بهوونکي ګازو څخه کار واخیست.
په دې مظاهرو کې چې یوه اوونۍ مخکې پیل شوي، د لومړي ځل لپاره یو شمېر معترضان پرون په ساحلي ښار قیصریه کې د نتانیاهو د شخصي کور مخې ته راټول شوي وو، ډولونهیې غږول او د نورو شعارونو ترڅنګیې دا شعار هم ورکاوه چې یو میلیون کسان وزګار دي.
معترضانو ۷۰ کلن نتانیاهو چې د فساد په یوه قضیه کې تورن دی، د لومړي وزیر پر ځای د فساد وزیر وباله.
په مې میاشت کې وروسته له دې چې حکومت د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره لګول شوي محدودیتونه د اقتصادي فعالیتونو د بیا پیل لپاره نرم کړل، نو په دې ویروس د اخته کسانو په شمېر کې هم زیاتوالی راغی. اوس په اسرائیل کې د وګړو پرتله په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ډېر زیات لوړ شوی دی.