د امریکا تکزاس کې د اتلانتیک فصل لومړنی توپان لګېدلی

ارشیف

د امریکا په تکزاس کې د اتلانتیک د فصل لومړنی توپان لګېدلی. دغه توپان هغه سیمه ډېره ځپلې چې له مخکې د کرونا وبا هم ډېره ځپلې ده.

د امریکا د توپانونو ملي مرکز یې په پدر ټاپو کې د سرعت اندازه په ساعت کې ۱۴۵ کیلومتره ثبت کړې او د تکزاس والي ګریګ ابوټ‌یې دې ته اړ کړ چې د دې ایالت په ۳۲ ولسوالیو یا اداري واحدونو کې اضطراري حالت اعلان کړي.

اټکل کېږي چې دغه توپان به د یکشنبې په ورځ د مکسیکو تر شمال ختیځ پورې ورسېږي او د سواحلو یوه پراخه سیمه به له بوړبوکیو او سیلیو سره مخ کړي.

ارشیف

د هانا توپان دا ځل د اتلانتیک د فصل لومړنی داسې توپان دی چې له وروستیو نورو هغو سره‌یې توپیر په دې کې دی چې د کروبا د خپرې شوې وبا په مهال رالګېدلی. هغې وبا چې له مخکې یې ډېرې ستونزې راولاړې کړي او هغه به لازیاتې کړي.

په اضطراري حالت کې چې خلک په موقتي ځایونو کې ځای پر ځای کېږي، د ټولنیز واټن مراعاتول او د توپان له امله د ټپي شویو خلکو لپاره په روغتونونو کې چې له مخکې د 'کووېډ-۱۹' پر ناروغانو ډک دي، د بسترو موندل به لا ستونزمن کړي.

د هانا توپان به په ډېرو سیمو کې سیلونه راوبهوي، خو د اټکل له مخې د تکزاس ایالت د کورپوس چریسټي او براونسویلي ترمنځ ساحلي سیمه به ډېره وځپي.

دا هغه سیمه ده چې په وروستیو اوونیو کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د زیاتو شویو پېښو په مخنیوي کې له ستونزو سره مخ ده.

په امریکا کې په کرونا ویروس اخته ناروغ

د تکزاس ایالت په ساحلي سیمو کې په زرګونه کسان پر کرونا ویروس اخته شوي او په کورپوس چریسټي ښار کې چې د کرونا مثبتې ۳۲۵ زره پېښې ثبت شوي، د جمعې په ورځ د 'کووېډ-۱۹' له ۴۰۰ زیات ناروغان په روغتونونو کې بستر شول.