بلغاریا کې د حکومت ضد لاریونونو دوام

د لاریونوالو یو انځور

د بلغاریا په پلازمېنه صوفیه کې څو سوه کسانو پرون د حکومت پرضد بیا لاریون وکړ.

که څه هم حکومت د لاریون کوونکو د ارامولو لپاره په کابینه کې ځینې بدلونونه اعلان کړي، خو دغو لاریونونو بیا هم دوام وموند او برخوالو شعار ورکاوه: "استعفی ورکړه او مافیا!"

ځینو یې د صوفیه په مرکزي برخه کې د وزیرانو شورا د ودانۍ خوا ته رومي بانجان او تشناب کاغذونه ګوزار کړل.

که څه هم صدراعظم بویکو بوریسوف تېره اوونۍ د لاریون کوونکو د خوشحالولو لپاره څلور وزیران بدل کړل، خو بیا هم دا اوولسمه پرله پسې ورځ ده چې دا لاریونونه روان دي.

صدراعظم په دې بدلون سره هڅه وکړه، د ده د استعفی لپاره ولاړ شوی غږ غلی کړي.

خو لاریون کوونکي وايي یوازې د ټول حکومت استعفی کولای شي د دوی قناعت حاصل کړي.

دا لاریونونه وروسته له هغې پیل شول، چې لویې څارنوالۍ د جولای پر نهمه نېټه د ولسمشر پر دفترونو چاپه ووهله.

لاریون کوونکو دغه چاپه د ولسمشر رومین رادیف پرضد د حکومت او لوی څارنوال یوه حمله وبلله.

رادیف د دغو لاریونونو ملاتړ کړی او له حکومت څخه یې د مافیا د ایستلو غوښتنه کړې ده.