خوست کې د پولیسو له‌خوا یو موټر بم او ۲ مشکوک کسان ونیول شول

خوست

د خوست په دوه منده ولسوالۍ کې د ځايي پولیسو له‌خوا تېره شپه یو موټر بم او په تړاو یې دوه مشکوک کسان ونیول شول.

د خوست د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل حیدر نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل، د موټر بم له چلوونکي سره بل کس د ښځو چادري پر سر کړې وه چې د پولیسو د تلاشۍ پر مهال ونیول شول.

ده زیاته کړه: "یوه ډرېور او په چادرۍ کې طالب ترهګر غوښتل د ښځو له چادرۍ په استفادې خوست ښار ته موټربم داخل او د اختر په شپو ورځو کې د ګڼه ګوڼې په کوم ځای کې موټربم چاودنه وکړي. په دو منده ولسوالۍ کې تر پېژندنې وروسته لاس په لاس نیول شوي دي."

د خوست امنیتي مسؤلینو نه‌دي ویلي چې نیول شوي کسان له کومه راغلي او کومې وسله‌والې ډلې پورې يې اړه درلوده.

تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې په دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.