صالح: نړیواله ټولنه له القاعده څخه د طالبانو د بېلتون شواهد نه‌لري

امرالله صالح

په داسې حال کې چې په دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر بیا د افغانستان پر حکومت تور لګولی چې د سولې د خبرو پيل ته خنډ جوړوي، د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال، امرالله صالح ویلي چې دوی او نړیواله ټولنه چې د افغانستان حالات څاري له القاعده څخه د طالبانو د بېلتون شواهد نه‌لري.

امرالله صالح دا بیان پرون (د جولای په ۲۵مه) پر ټویټر خپور کړی دی.

هغه په دې ټویټ کې لیکلي چې په پېښور کې د طالبانو مشرانو او د کوېټې شورا د مشرانو له لوري طالبانو ته تر اوسه د سولې په اړه یو پيغام هم نه‌دی ورکړل شوی.

صالح لیکلي: "هغه څه چې موږ یې د طالبانو له لوري ګورو یوازې تشدد، وژنې او تخریب دی. هغوی باور لري چې ټول‌یې غولولي دي."

د افغانستان د ولسمشر مرستیال په داسې حال کې دا پیغام خپور کړی چې نړیواله ټولنه او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د حکومت ځانګړی استازی مکرراً د حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ د سولې لپاره د خبرو د ژر تر ژره پیل ټینګار کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین تېره شپه پر ټویټر د پيغامونو یوه لړۍ خپره کړې او لیکلي یې دي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر (یوناما) د بشري حقونو د برخې مشرې فیونا فېرېز په دوحه کې د دوی د دفتر له یو شمېر استازو سره خبرې کړې دي.

شاهین لیکلي چې د یوناما استازو ته ویل شوي چې د افغانستان حکومت د سولې د خبرو د ځنډولو لپاره د دوی د بندیانو په خلاصولو کې سستي کوي.

د شاهین په ټویټونو کې د ملکي تلفاتو د زیاتوالي پړه هم پر حکومت وراچول شوې ده.