د روسیې د لري ختیځ په ښار خبروفسک کې پرون د جولاي ۲۵مه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین پر ضد ستر لاریون وشو.
ویل کېږي چې د پخواني شوروي تر سقوط وروسته، دا د روسیې د حکومت پر ضد تر ټولو ستر لاریون و.
د خپلواکو سرچینو په وینا په پروني لاریون کې زرګونه کسانو ګډون کړی و.
یو شمېر لاریون کوونکو نارې وهلې چې د روسیې ولسمشر دي استعفی وکړي.
د جولاي په نهمه نېټه د خبروفسک والي سرګې فورګال د قتل او دسیسې په تور ونیول او مسکو ته ولېږدول شو.
له هغه راهیسې په دې سیمه کې لاریونونه کېږي.
هغه په ۲۰۱۸ میلادي کال کې په انتخاباتوکې دا چوکۍ ګټلې وه او په خلکو کې يې ښه شهرت درلود.
د لاریون یوه ګډون وال د ازادې اروپا او ازادي راډیو خبریال ته وویل: :موږ غواړو چې خپل ښاوال را خوشې کړو، موږ باور لرو چې د هغه توقیف غیرقانونی دی او لوړ پوري چارواکي په دې ډول هڅې کوي چې زموږ او د سیمې د ګټې لپاره نه بلکې د ځان د ګټې لپاره په خبروفسک کې له چوکۍ لرې کړي."
د خبروفسک پر والي تور لګېدلی چې په ۲۰۰۴ او ۲۰۰۵ میلادي کلونوکې يې د ځیني وګړو د قتل امر کړی و.
سرګې فورګال پر ځان لګېدلي تورونه ردوي او وايي چې سیاسي انګېزه لري.
په خبروفسک کې پرونیو لاریون کوونکو غوښتنه کوله چې فورګال باید د مسکو پر ځاي په خپل ښار کې محاکمه شي.