امریکا له روسیې سره د فضايي سپوږمکیو ضد وسلو ازمویلو په اړه خبرې کوي

ارشیف

د امریکا یو پلاوی به د جولاي په ۲۷ په فضا کې د امنیت په اړه له روسي چارواکو سره وګوري.

امریکا تر دې مخکې روسیې ته خبرداری ورکړی وچې د فضايي سپوږمکیو ضد وسلو له ازمویلو دي لاس واخلي.

بریتانیې او د امریکا متحدو ایالاتو تېره اونۍ پر روسیه تور پورې کړ چې د جولاي د میاشتې په دوهمه اونۍ کې یې د مصنوعي سپوږمکیو ضد وسلې یې ازمویلې دي.

خو مسکو دا تور رد کړ.

دواړه خواوې تر اوه کلن ځنډ وروسته، لومړی وار په خپلو کې پردې خبرې کوي چې د فضايي امنیت لپاره باید څه وشي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دواړه خواوې به د اټومي وسلو د پراختیا د مخنیوي او کنټرول په اړه د خبرو په ترځ کې په ویانا کې په دې اړه هم بحث وکړي.

د امریکا د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو په وزارت کې د نړیوال امنیت او د اټومي وسلو د پراختیا د مخنیوي د برخې مرستیال کرستفور فورد د جمعې په ورځ وویل چې واشنګټن هیله لري چې دا کتنه به دواړو خواو ته په دې اړه چې په فضا کې امنیت څرنګه ښه کېدلای شي د غور موقع ورکړي او دواړه خواوې به د مسئولانه چلند د لازمو نورمونو ښه کولو ته وهڅوي.