اتریش کې د چیچنیايۍ زریما عمروا د خاوند ممي خان د وژنې نوی اړخ

ممي خان

زریما عمروا په چیچنیا کې د واکمن رمضان قدیروف د سخت منتقد ممي خان عمروف کونډه ده.

ممي خان عمروف د جولاي په څلورمه د اتریش د پلازمېنې ویانا په څنډه کې په پرتې سیمې ګیراسدورف کې ووژل شو.

هغه د فبرورۍ په میاشت کې پر یوټیوب خپل چاینل جوړ کړی و او دېرش ویډیوګانې یې خپرې کړې وې.

وروستۍ ویډیو یې د جولاي په دوهمه نېټه خپره کړې وه.

په یو شمېر ویډیوګانو کې چې ممي خان عمروف پر یوټیوب خپرې کړې وې، صوتي مکالمې هم شاملې وې او عمروف ویلي و چې چارواکي پر هدفي وژنو او دسیسو خبرې کوي.

د هغه کونډې زریما عمروا د جولاي په ۲۴مه د ازادې اروپا او ازادي راډیو د قفقاز د برخې له خبریال سره په مرکه کې ویلي چې ممي خان د اتریش د استخباراتي ادارو مخبر و.

هغې ویلي چې پولیس اوسمهال د ممي خان موبایل ټیلیفون څېړي او ښايي ثبت شوي غږونه او نور شواهد په کې وي.

خو د زریما تر دې خبرو یوه ورځ مخکې د ممي خان خپلوانو یوه ویډیو خپره کړه او د هغه د قتل پړه یې پر غاړه واخیسته.

زریما عمروا

داسې انګېرل کېږي چې ښايي په دې ډول هڅې کېږي چې د رمضان قدیروف نوم له دې مسئلې پاک کړي.

زیاتو چېچني وګړو چې له روسیې اروپايي هېوادونو ته تښتېدلي د ممي خان عمروف تر وژل کېدو وروسته اندېښنه څرګنده کړه او په چیچنیا کې یې د قدیروف د واکمنۍ کړۍ ته د خلکو پام ور واړاوه.

رمضان قدیروف څوک دی؟

قدیروف په چیچنیا کې د جګړې پرمهال د روسيې د مخالفو وسله والو په ډله کې و.

هغه له ۲۰۰۷ میلادي کال راهیسې پر چیچنیا واکمن دی او له کرېملن سره خاص روابط لري.

پر رمضان قدیروف د روسیې او د بشري حقونو د نړیوالو فعالانو له خوا د قتل، شکنجې، هدفي وژنو ، اختطاف تورونه پوري شوي دي.

هغه په ډېرو مواردو کې پر بشري حقونو په تېري او په روسیه او بهر کې د خپلو سیاسي او شخصي مخالفانو په وژلو تورن دی.

رمضان قدیروف

د ممي خان عمروف کونډې د ازادې اروپا او ازادي راډیو د قفقاز له برخې سره په مرکه کې له روسیې د یو شمېر نورو تښتېدلو چیچني وګړو د قتل او پر هغوي د حملو په اړه هم جزئیات څرګند کړي دي.

د اتریش پولیسو دوه چیچني پناه غوښتونکي د ممي خان قدیروف له وژل کېدو سره په تړاو نیولي دي.

اتریشي چارواکو ویلي چې ممي خان د سیاسی انګېزې یا شخصي دښمنۍ پر اساس وژل شوی دی.

د ممي خان کونډې ویلي چې هغوي په ۲۰۱۱ میلادي کال کې په اتریش کې سیاسي پناه واخیسته او ممي خان په بهر کې د مېشتو چیچني وګړو په وژل کېدو سخت خواشینی و.

زریما عمروا ویلي چې په اتریش کې د رمضان قدیروف د پخواني ساتونکي عمر اسرائيلوف مرموز قتل هم هغه سخت متاثر کړی و.