نن له ترکیې څخه کابل ته د ۱۲نورو افغانانو مړي رالېږدول کېږي

تر اوسه په دوو الوتنو کې د ۷ افغانانو مړي کابل ته لېږدول شوي دي.

په ترکيه کې د افغانستان سفارت وايي، دغلته په يو جهیل کې د ډوبو شويو افغانانو څخه د ۱۲تنو مړي نن افغانستان ته لېږدول کېږي.

په ترکيه کې د افغانستان د سفارت سرپرست حبيب احمد خنجاني نن ازادي راډيو ته وويل، تر اوسه په دوو الوتنو کې د ۷ افغانانو مړي کابل ته لېږدول شوي دي.

د‌ رويټرز خبري اژانس په يو راپور کې ويلي، يوه کښتۍ چې د افغانانو په شمول تر شپيتو پورې کډوال په کې سپاره وو، د جون په ۲۷ مه د ترکیې په وان جهيل کې ډوبه شوې، دا لوی جهیل د ایران پولې ته نژدې پروت دی.

د ښاغلي خنجاني په وينا تر اوسه په دې ډوبه شوې بېړۍ کې د ۳۲ افغانانو جسدونه پېژندل شوي او د نورو جسدونو د لټون او پيژندنې عمليات دوام لري.

یو شمېر افغانان عموما د جنګ او بې وزلۍ څخه د تېښتې په خاطر د ایران او ترکیې په لاره اروپايي هېوادونه د ځان رسولو هڅه کوي، خو وخت ناوخته په لاره کې له مرګونو پېښو سره مخ کېږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له افغانانو غوښتي چې په ناقانونه او قاچاقي لارو د له سفرونو ډه ډه وکړي.