د امریکا په ټکزاس کې د چین کونسلګري وتړل شوه

د امریکا د ټکزاس ایالت په هیوسټن ښار کې د چین کونسلګري

د امریکا د ټکزاس ایالت په هیوسټن ښار کې د چین کونسلګري وتړل شوه.

دا کار د امریکا د متحدو ایالتونو په غوښتنه شوې.

امریکايي چارواکو چینايي ډیپلوماټانو ته د جولای د میاشتې تر څلورویشتمې نېټې پورې وخت ورکړی و چې دا کونسلګري خوشې کړي.

چینايي ډیپلوماټانو تر دې ضرب الاجل مخکې د لاریو په وسیله له دې کونسلګرۍ څخه وسایل او اسناد بل ځای ته لېږدولي دي.

د امریکا ددې پریکړې په غبرګون کې، د چین د بهرنیو چارو وزارت پرون په جنوب لویدیځ ښار چنګدو کې د امریکا د کونسلګرۍ په تړلو عکس العمل وښود.

دې وزارت دا اقدام پر ځای د امریکا د اقداماتو په وړاندې چې چین نامناسب ګڼلې ضرروي ځواب بللی دی.

د امریکا حکومت د جولای په یوویشتمه چین ته وویل چې په ۷۲ ساعتونو کې دې په هیوسټن کې خپله کونسلګري وتړي.

دې بدلون، د واشنګټن او پیکینګ ترمنځ اړیکې نورې هم ترینګلې کړي دي.