امریکا: روسیه هڅه کوي چې لیبیا کې ځان ته د پښې ځای پیدا کړي

آرشیف، د لیبیا ملي ځواکونه

د متحده ایالتونو پوځ روسیه تورنه کړې چې لیبیا ته یې اضافي یرغلیزې وسلې او جنګیالي استولي دي.

د امریکا د پوځ په وینا روسیه هڅه کوي چې لیبیا کې ځان ته د پښې ځای پیدا کړي.

په افریقا کې د امریکا د پوځ قومندانۍ پر روسیې دا تور پرون پورې کړ.

پر روسیې دا تور په داسې حال کې لګول شوی چې په لیبیا کې ښکېلې خواوې د سِرت د ساحلي ښار د کنترول لپاره یو بل سره په جګړه بوختې دي.

پنټاګون داسې تصویرونه خپاره کړي چې په وینا یې، د روسیې له خوا د واګنر ډلې ته د تجهیزاتو د استولو دوام ښيي.

واګنر د روسیې یو خصوصي پوځي شرکت او په لیبیا کې فعال دی.

د پنټاګون په وینا د روسیې په باروړونکو الوتکو کې د واګنر جنګیالیو ته د جنګي جیټ الوتکو، زغروالو ګاډو، لاریو او د هوايي دفاع د تجهیزات لېږد لا هم روان دی.

پنټاګون تر دې مخکې هم مسکو لیبیا ته د جیټ الوتکو په استولو تورن کړی او د دې میاشتې په پیل کې ویلي و، د واګنر ډلې د لیبیا د پلازمېنې طرابلس دننه او بهر ماینونه ایښي دي.

په افریقا کې د امریکا د پوځ قومندانۍ همدارنګه ویلي، روسیه د مدیترانې په سمندر کې د خپل اوږدمهالې حضور لپاره له واګنر نظامي شرکت د یوې نیابتي ډلې په توګه کار اخلي.