چچنیايي کونډه: خاوند مې د اتریش د امنیتي ادارو مخبر و

زرمینه عمروفا

په ویانا کې د روانې میلادي میاشتې په پیل کې د وژل شوي چچنیايي کونډه مېرمن وايي، خاوند یې د اتریش د امنیتي ادارو مخبر و.

زرمینه عمروفا وايي، پولیسو د هغه ګرځنده ټیلیفون ګوري چې د دې وژنې په اړه نور ممکنه شواهد او مدارک راټول کړي.

عمر وفا پرون جمعه له ازادۍ راډیو سره دا خبرې په داسې حال کې وکړې، چې د هغې د وژل شوي خاوند مامي خان عمروف خپلوانو په یوه غیرمعمولي ویډیو کې د دې وژنې مسوولیت ومانه.

دوی ظاهراً هڅه کړې، چې په دې وژنه کې د چچنیا ځواکمن او بدنام رهبر رمضان قدیروف پړ، ونه بلل شي.

د عمروفا څرګندونو د هغې د خاوند د قتل د څرنګوالي په اړه نور جزییات هم په ډاګه کړل.

دا د هغو وژنو د لړۍ وروسته هغه ده او تر ډېره هغه چچنیايي پناه غوښتونکي په هغه نښه کېږي، چې د بېلابېلو دلایلو له مخې له روسیې وتلي او هڅه کوي ځانونه اروپايي هېوادونو ته ورسوي.

د اتریش پولیسو د جولای د څلورمې د دې قتل په تړاو د چچین دوه پناه غوښتونکي نیولي دي

دا پېښه د پلازمېنې ویانا په مربوطاتو کې شوې وه او چارواکو ویلي وو چې ښايي دا قتل سیاسي انګېزه ولري.