خلیلزاد: د بندیانو تبادله کې پرمختګونه شوي

ارشیف، د حکومت له بنده د یو شمېر خوشې شویو طالبانو انځور

د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی وايي، د افغانانو د خپلمنځي مذاکرو د پیل په هدف د پرتو خنډونو حل ته ژمن دی.

زلمي خلیلزاد پرون ناوخته د امریکا د متحدو ایالتونو د سولې انسټېټوټ په کوربه توب هغه بحث ته دا خبرې وکړې، چې د افغانستان په سوله ییز راتلونکي کې د مرکزۍ اسیا د ملاتړ پر موضوع رابلل شوی وی.

ښاغلي خلیلزاد وویل، چې د افغانانو د خپلمنځي مذاکرو د پیل لپاره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو په تبادله کې پرمختګونه شوي دي.

هغه زیاته کړه: "موږ له افغان حکومت او طالبانو سره نورو هڅو ته هم ژمن یو چې د بندیانو د تبادلې په برخه کې پرتې اندېښنې حل شي، چې ورسره د اعتماد جوړونې لپاره بندیان تبادله او بین الافغاني مذاکرې پیلېدای شي."

د ښاغلي خلیلزاد په وینا حکومت تر اوسه شا و خوا ۴۴۰۰ بندیان خوشې کړي او طالبانو هم له خپله اړخه ۸۶۱ بندیان خوشې کړي دي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقې له مخې چې په قطر کې د فبرورۍ میاشتې پر ۲۹مه لاسلیک شوې، تر بین الافغاني مذاکرو مخکې به حکومت په ټوله کې د طالبانو ۵۰۰۰ او طالبان به د حکومت ۱۰۰۰ بندیان خوشې کوي.

د افغانانو خپلمنځي مذاکرې چې د مارچ میاشتې لسمې ته پلان شوې وې، د بندیانو د تبادلې پر سر د اختلافاتو له کبله لا پیل شوي نه دي.