- عرب نیوز
د عرب نيوز انګليسي ژبې ورځپاڼې تر دې سرليک لاندې چې «هند ته د افغانستان صادرات دوه چنده شوي» ليکنه خپره کړې.
دا ورځپاڼه چې له رياض خپرېږي تر ډېره د سوداګرو او ډيپلوماتانو د خوښې مطالب خپروي.
عرب نيوز وايي چې په تېرو درې کلونو کې هندوستان ته د افغانستان صادرات زيات شوي دي او تېر کال دا صادرات ۴۶۰ ميلونو ډالرو ته رسېدل.
ورځپاڼه د افغانستان د پانګونې او سوداګرۍ د چارواکو له قوله زياتوي، دې هېواد په تېر کال کې نړۍ ته د یو ميليارد ډالرو په ارزښت صادرات درلودل.
قالينې، وچې او تازه مېوې او قيمتي ډبرې د افغانستان مهم صادرات ګڼل شوي دي.
د سوداګرۍ د خونې د صادراتو او بازار موندنې د برخې رئيس مير زمان پوپل عرب نيوز ته ويلي، د افغانستان ډېر صادرات په ځانګړې توګه وچه مېوه د کابل، کندهار او هرات له هوايي ډګرونو څخه مستقيماً نوې ډېلي ته استول کېږي ځکه د ځمکې له لارې صادرات وخت نيسي او تازه مېوه پهکې کيفيت او خوند له لاسه ورکوي.
ورځپاڼې همدارنګه د افغانستان د زعفرانو يادونه کړې او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مرستيال خان جان الکوزي له خولې وايي، په جنوب او لويدېځ کې ډېرو کروندګرو د کوکنارو پر ځای د زعفرانو کښت ته مخه کړې.
نوموړي زعفران د افغانستان سره طلا بللې او ويلي يې دي چې د افغانستان زعفران د نړۍ له بهترينو زعفرانو څخه دي چې د اروپا په ځيني بازارونو کې يې د يو کيلو بيه ۴،۰۰۰ ډالرو ته رسېږي.
- ډېلي مېل
د ډېلي مېل ورځپاڼې په غور کې د قمرګلې په نوم د يوې ۱۵ کلنې افغانې نجلۍ لهخوا د دوو وسلهوالو د وژنې په پېښه کې د نويو موندنو په اړه ليکنه کړې.
دا نجلۍ وايي تېره اوونۍ يې وروسته له هغې دوه وسلهوال د خپل پلار په ټوپک ووژل چې طالبانو يې په کور د شپې لهخوا بريد وکړ او د دې مور و پلار يې ووژل.
ډېرو خلکو په ټولنيزو رسنيو کې د يوې اتلې په توګه د نوموړې ستاينه کړې.
خو ډېلي مېل د دې نجلۍ د خپلوانو او ځايي چارواکو له قوله وايي چې د دوو تنو وژل شويو طالبانو څخه يو تن د قمرګلې مېړه و چی د پيسو پر سر د يوې کورنۍ شخړې په ترڅ کې يې د قمرګلې د ترلاسه کولو هڅه کوله.
خو دې نجلۍ رسنيو ته ويلي چې وژل شويو بريدګرو کې يې خپل خپلوان نهوو او طالبانو ځکه د دوی په کور بريد وکړ چی پلار يې سيمه کې حکومت پلوی قومي مشر و.
ډېلي مېل وايي د قمرګلې پېښې په ټولنيزو رسنيو کې پراخ عکسالعمل درلود او د دې رسنيو ګڼو کاروونکو له حکومت غوښتي چې د قمرګلې ملاتړ وکړي او ان ځينو يې له هېواد څخه بهر د استولو غوښتنه کړې.
ورځپاڼه ليکي چې د ولسي جرګې يوې پخوانۍ غړې او د ښځو د حقونو يوې مخکښې فعالې فوزيه کوفي له ولسمشر غوښتي چې قمرګله دې يو خوندي ځای ته ولېږدوي ځکه د دې او کورنۍ امنيتيې په خطر کې دی.