امریکا: روسیې په فضا کې د سپوږمکیو ویشتونکی توغندی ازمویلی

ارشیف، د روسیې یوه فضايي بېړۍ

متحده ایالاتو پر روسیې تور لګولی دی چې د سپوږمکیو ویشتونکی توغندی یې په فضا کې ازمویلی. واشنګټن وېره څرګنده کړې ده چې ښايي روسیه د دې توغندیو په وسیله د امریکا او د امریکا د متحدانو مهمې سپوږمکۍ وګواښي.

د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د جولای په ۱۵مه یوې کوچنۍ فضايي بېړۍ خپله یوه سپوږمکۍ د ځانګړو تجهیزاتو په وسیله تفتیش کړه، خو متحده ایالاتو پرون د جولای په ۲۳مه وویل چې دې بېړۍ یو بل مأموریت درلود.

د امریکا د فضايي ځواک د فضايي قرارګاه قوماندان جنرال جان رایموند وویل، د روسیې د سپوږمکیو دا سیستم چې د ځمکې په مدار کې د ګرځنده وسلو د ازموینو لپاره کارول کېږي هماغه سیستم دی چې موږ د روان کال په پیل کې هغه مهال چې د امریکا د حکومت یوې سپوږمکۍ ته نږدې شوه د هغو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې وه.

جنرال رایموند زیاته کړه دا کار د روسیې له رسمي پوځي تګلارې سره سمون لري چې په فضا کې وسلې ځای پر ځای کړي څو وکولای شي له امریکا او د امریکا له متحدانو سره خپل تجهیزات انډول کړي.