ټرمپ او پوتین د وسلو د کنټرول تړون او کرونا ویروس په اړه خبرې وکړې

ډونالد ټرمپ او ولادیمیر پوتین

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، له خپل روس سیال ولادیمیر پوتین سره د وسلو د کنټرول د تړون او د کرونا ویروس پر ضد د مبارزې په اړه خبرې کړي.

دا د دواړو ولسمشرانو ترمنځ په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د وژلو لپاره د روسیې له‌خوا طالبانو ته د پیسو د ورکولو د ادعا له رابرسېره کېدو وروسته لومړنی ټیلیفوني تماس دی.

سپینې ماڼۍ او کرملېن په دې اړه په خپلو بیانونو کې دې لانجمنې مسئلې ته اشاره نه‌ده کړې، خو دواړو ویلي چې ټرمپ او پوتین د نوي پیل په نوم د اټمي وسلو د کنټرول د موافقې په اړه چې د اعتبار موده‌یې پای ته رسېږي او د کرونا وبا پر ضد د مبارزې په اړه خبرې کړي.

خو د کرملېن په خبرپاڼه کې یادونه شوې چې دواړو ولسمشرانو د ایران د اټمي موافقې په اړه هم خبرې کړې دي.

د نوي سټارټ تړون چې اعتبار یې په فبرورۍ میاشت کې پای ته رسېږي واشنګټن او مسکو ته اجازه نه‌ورکوي چې د ستراتېژیکو اټمي وسلو له ۱،۵۵۰ زیات سروکي ځای پر ځای کړي.

ټرمپ غواړي چې چین هم په دې موافقه کې ورګډ کړي، خو پېکېنګ دا وړاندیز رد کړی دی.