چارواکي: زابل کې له ۷۲ زیاتو طالبانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

ارشیف، افغان سرتېری

د زابل امنیتي چارواکي ادعا کوي چې طالبانو ته‌یې د دې ولایت پر یو شمېر سیمو د هغو د حملو په ځواب کې درنه مرګ‌ژوبله اړولې ده.

د زابل امنیه قوماندان حکمت‌الله کوچي پرون پنجشنبه په مرکز قلات کې خبریالانو ته وویل چې طالبانو د ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې په شملزو، شینکۍ، نوربهار، اټغر او ارغنداب ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو حملې وکړې.

ښاغلي کوچي زیاته کړه چې افغان ځواکونو دا حملې شنډې کړې او په ځوابي حملو کې یې له ۷۰ زیات طالبان مړه او ټپیان کړل.

ښاغلی کوچی زیاتوي: "په ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې طالبان له ۷۲ زیات تلفات لري. امنیتي دفاعي ځواکونو ته تلفات نه‌دي اوښتي. دښمن په خپل شوم او مغرضانه اهدافو کې پاتې او ناکام راغی."

ښاغلي کوچي زیاته کړه چې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ملکي وګړي هم نه‌دي زیانمن شوي.

د امنیتي چارواکو دا ادعا خپلواکو سرچینو نه‌ده تأیید کړې او طالبانو هم په دې اړه تر اوسه څه نه‌دي ویلي.