سېلاب قول اردو: ننګرهار کې د ۱۳ پاکستانیانو په شمول ۳۱ طالبان وژل شوي

ارشیف، ننګرهار کې د افغان ځواکونو عملیات

په ننګرهار کې د ملي اردو چارواکي ادعا کوي، خوګیاڼیو ولسوالۍ کې یې ۳۱ طالبان وژلي چې د دوی په خبره، ۱۳ یې پاکستانیان دي.

د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان جنرال محمد کریم نیازي په سیمه کې خبریالانو ته ویلي، پر طالبانو یې دا برید په کیلغو کلي کې کړی دی.

هغه زیاته کړه: "امنیتي او دفاعي ځواکونو د هېواد دښمنانو په وړاندې ځوابي برید ترسره کړ، پایله کې ۳۱ تنه وژل کېږي چې ۱۳ تنه‌یې پاکستانیان دي، برید کې ۱۵ طالبان ژوبل شوي او د دوه رنجرو په ګډون‌یې ۱۰ موټر ویجاړ شوي."

چارواکي وایي، برید کې ملکیانو او امنیتي کسانو ته مرګ‌ژوبله نه‌ده اوښتې.

طالبانو تر اوسه د دولت د دغې ادعا په اړه څه نه‌دي ویلي.