د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ وایي، تل دا ممکنه وه چې دی په متحده ایالاتو کې د چین د ډېرو قونسلګریو د تړلو امر ورکړي.
ټرمپ دغه څرګندونې وروسته تر دې کوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون چهارشنبه وویل چې د تګزاس په هاسټن ښار کې یې په ۷۲ ساعتونو کې د چین د قونسلګرۍ د تړلو امر کړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دغه اقدامیې د امریکایانو د معنوي ملکیت او خصوصي اطلاعاتو د خوندي کولو لپاره کړی دی.
د نړۍ د دغو سترو اقتصاد لرونکو هېوادونو ترمنځ اړیکې په تېره بیا د کرونا وبا د خپرېدو راهیسې د دغې وبا په وړاندې د چین د اقداماتو، په هانګ کانګ کې د ازادیو او حقونو، د سوداګرۍ اختلافاتو او د چین د جنوبي سمندرګي پر ډېرې برخې د پیکنک د مالکیت د لانجمنې ادعا په ګډون د یو لړ مسایلو پر سر لا ترینګلې شوې دي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي که واشنګټن له خپلې دغې پرېکړې په شا نهشي چین به غچ اخیستونکی اقدام وکړي.
په پیکنګ کې د امریکا پر سفارت سربېره امریکا د چین په څو لویو ښارونو کې پنځه قونسلګرۍ لري.