د اوکراین په ختیځ کې په اوربند موافقه وشوه

د اوکراین بیرغ

د اوکراین، روسیې او د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان استازي د اوکراین په ختیځ کې د یوه اوربند په اړه موافقې ته ورسېدل چې د جولای له ۲۷مې به عملي کېږي.

د اوکراین د ولسمشرۍ دفتر پرون چهارشنبه وویل چې یو بشپړ اوربند به چې که مقابل لوری یې مراعات کړي، د مېنسک د سولې تړون د عملي کېدو لپاره یو مخکېنی اساسي شرط پوره کوي او هم د دغه تړون د نورو شرطونو د عملي کېدو لپاره لاره پرانیزي.

له کله چې د مېنسک د سولې تړون په ۲۰۱۵ کې لاسلیک شوی، جرمني او فرانسې، د دغه تړون د عملي کېدو لپاره د اوکراین او روسیې ترمنځ د منځګړیتوب هڅې کړي، خو د پام وړ نتیجه‌یې نه‌ده ورکړې.

مسکو دا نه‌مني چې ځواکونه‌یې د اوکراین په ختیځ کې د کیف پر ضد د یاغي وسله‌والو ملاتړ کوي.

د روسیې او اوکراین ترمنځ اړیکې وروسته له هغې خرابې شوې چې روسیې د اوکراین د کریمیا ټاپووزمه په ۲۰۱۴ کال له خپلې خاورې سره ملحق کړه.