خلیل‌زاد: تېرو ۲۴ ساعتونو کې افغانستان کې ډېر کسان وژل شوي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي په پېښو کې ډېر کسان وژل شوي او د دا ډول وضعیت دوام د سولې د خبرو له پیلېدو سره مرسته نه‌کوي.

خلیل‌زاد نن په خپله ټویټرپاڼه کې ویلي چې د راپورونو له مخې په هرات کې د افغان ځواکونو په هوایي بریدونو کې د وژل شویو کسانو په ډله کې ماشومان هم و.

نوموړي ویلي چې د دغې پېښې په اړه د پلټنې ملاتړ کوي.

د افغانستان دفاع وزارت وایي چې د هرات د ګذره ولسوالۍ په 'خم زیارت' سیمه کې به د ملکیانو د مرګ‌ژوبلې د ادعاوو جدي څېړنه او پلټنه وکړي.

پرون سهار د هرات د ادرسکن ولسوال محمد علي فقیریار رسنیو ته وویل چې د طالبانو پر یوې غونډې د ادرسکن او ګذره ولسوالیو ترمنځ بمباري شوې ده چې د سیمې د خلکو په وینا تر ۴۵ ډېر کسان په‌کې وژل شوي دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي دغه‌راز ویلي چې امریکا د طالبانو د وروستیو حملو په اړه چې یو زیات شمېر افغانان په‌کې وژل شوي، خواشیني څرګندوي.

خلیل‌زاد ویلي، افغانان غواړي چې د سولې خبرې سمدستي پیل او یوه روغه جوړه وشي، خو د ده په وینا د دغه تاوتریخوالي دوام به د دې هڅو له پرمختګ سره مرسته ونه‌کړي.