ځینو سرچینو ازادي راډیو ته وویل چې اروپایي ټولنه به پر چین، شمالي کوریا او روسیې د سایبر بریدونو له امله بندیزونه ولګوي.
د اروپایي ټولنې سفیرانو شین څراغ ورکړی دی چې د روسیې پر (جي ار یوو) پوځي استخاراتي واحد، همداراز به پر یو شمېر چینایانو او د شمالي کوریا پر ځینو کسانو د دې لپاره بندیزونه ولګوي چې په وروستیو څو کلونو کې یې درې بېلې سایبر حملې کړې دي.
څو سرچینو چې له موضوع خبر دي، پرون ازادي راډيو ته وویل، د اروپایي ټولنې استازو پرېکړه کړې ده چې د روسیې پر (جي ار یوو)، د تینجین هواینګ هایتا په نوم د چین د ساینس او ټکنالوژي پراختیا پر شرکت او د شمالي کوریا پر چوسون شرکت مرستې بندې کړي، همداراز د اروپایي ټولنې په هېوادو کې د دې درېیو شتمنۍ کنګل کړي او د چین او روسیې پر شپږو کسانو چې نومونهیې نهدي اخیستل شوي د ویزو بندیزونه ولګوي.
دا بندیزونه به رسماً د جولای تر پای مخکې پلي شي.