د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د پېښور په ښار کې پرون په لسګونه کسانو مظاهره وکړه. دوی د فضل خان د وژلو هڅه وغندله.
فضل خان د پاکستان د طالبانو پر تحریک انتقاد کوي او پاکستاني چارواکي تورنوي چې پر وسلهوالو سترګې پټوي.
فضل خان چې په خپله وکیل دی، پولیسو ته وویل چې دی د سې شنبې په ورځ د پېښور له سترې محکمې خپل کور ته روان و چې دوو موټرسایکل سپرو ډزې پرې وکړې. فضل خان وایي چې دی نهدی ژوبل شوی.
مظاهرهچیانو پر حکومت غږ وکړ چې خلک د وسلهوالو ډلو له بریدونو وساتي.
په ۲۰۱۴ میلادي کال کې چې د پاکستان د طالبانو تحریک په پېښور کې پر یوه ښوونځي برید وکړ او نږدې ۱۵۰ زدهکوونکي یې ووژل، په دوی کې یو هم د فضل خان زوی و.
فضل خان د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی دی. دا تحریک له ۲۰۱۸ کال راهیسې د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوي.
د بشري حقونو نړیوالې ډلې وایي، چارواکو د پښتون ژغورنې غورځنګ د سولهییزو لاریونونو مخه نیولې ده، د دې تحریک یو شمېر مشرانیې د پاکستان دننه له سفرونو منع کړي او یو شمېر یې زنداني کړي دي.