پنجشېر کې د موټرو د ټکر له کبله ۴ تنه مړه او ۳ تنه ټپیان شوي

د ټکر شوي موټر انځور

په پنجشېر کې د موټرو د ټکر له کبله ۴ تنه مړه او درې تنه ټپیان شوي دي.

د پنجشېر د والي ویاند، منصور عنابي نن (دجولاي په ۲۲مه) د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې پېښه له غرمې مخکې، د دې ولایت د استانې په سیمه کې شوې ده.

د عنابي په وینا، موټر چلونکي بې احتیاطي کړې وه.

د کال په دې وخت کې ډېر خلک له شاوخوا سیمو او کابله د سیل او میلې لپاره پنجشېر ته ځي.