د ارزګان ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې پر لاره د ايښودل شوي ماین چاودنې د دې ولسوالۍ د امنیې قومندان، د سیمه ییزو پولیسو قومندان او په سیمه کې د ملي اردو د درېیم ټولي قومندان له شپږ نورو سرتېرو سره وژلي.
دا خبره په خاص ارزګان کې د ملي اردو د کنډک قومندان خان محمد چې خپله هم په دې چاودنه کې ټپي شوی ازادي راډیو ته وکړه.
خان محمد وویل چې چاودنې ژوبل کړی خو روغتیايي وضیعت یې ښه دی.
د ارزګان د والي ویاند زړګي عبادي ازادي راډیو ته وویل، پر دې کسانو نن سهار لس بجې هغه مهال سړک کې ځای پر ځای شوی ماین وچاودېد چې په یو هاموی ټانک کې د ملي اردو له کمپ څخه د امینې قومندانۍ خواته روان وو.
ښاغلي عبادي له دې چاودنې وروسته په سیمه کې وضیعت عادي وباله، خو په خاص ارزګان کې د ملي اردو د کنډک قومندان خان محمد ازادي راډیو وویل، دې ولسوالۍ ته له زابل او نورو سیمو وسله وال طالبان ور ټول شوي او پر ولسوالۍ د پراخ برید نیت لري.
په سیمه کې د ملي اردو دې لوړ پوړي چارواکي زیاته کړه، د سه شنبې په ورځ یې هم یو سرتېری له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوی دی اوس هم پرې طالبان خال خال ډزې کوي.
د ارزګان د والي ویاند زړګي عبادي ازادي راډیو ته وویل سیمې ته د اضافي سرتېرو په استولو کار کوي.
خاص ارزګان، د ارزګان ولایت یوه ناامنه ولسوالي ده چې وخت ناوخت د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د درنو جګړو شاهده وي.
دې ولسوالۍ کې مېشتو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته له تېرو 9 کلونو راهېسې د هوا له لارې اکمالات کېږي.