سیمه ییز چارواکي: د کندهار په خاکرېز کې ۳۶ وسله وال طالبان وژل شوي

آرشیف

د کندهار چارواکي ادعا کوي چې په خاکرېز ولسوالۍ کې ۳۶ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د قندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند، جمال ناصر بارکزي نن (دجولاي په ۲۲مه) رسنیوته په استولي پیغام کې ویلي چې وسله والو طالبانو تېره شپه د خاکرېز ولسوالۍ د درویشانو په سیمه کې پرامنیتي ځواکونو حمله کړې وه.

د بارکزي په وینا، د وسله والو طالبانو له لوري تر حملې وروسته د امریکايي ځواکونو الوتکو هوايي حملې وکړې او وسله والو طالبانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

وسله والو طالبانو په دې اړه خبرې نه دي کړې.