ارمنستان: د اذربایجاني ځواکونو برید ته سخت ځواب ورکړل شو

ارمنستاني سرتېري

د ارمنستان پوځ د اذربایجان پر ځواکونو تور پورې کړی چې د دوی د تاوش په نوم ولایت کې پر یوه پوسته حمله کړې ده.

د ارمنستان او اذربایجان په ګډو سرحدي سیمو کې د جولاي په ۱۲مه نېټه جګړه پېل شوه او تقریباً یوه اوونۍ یې دوام وکړ.

په دې غرنۍ سیمه کې په جګړه کې د یوه اذري جنرال په ګډون ۱۲ پوځیان او د ارمنستان ۴ پوځيان ووژل شول.

د ارمنستان د دفاع وزارت ویاند شوشان سټیفانیان پرون (دجولاي په ۲۱) ناوخته وویل، د دوي پوځ اذربایجان کومانډو ځواکونو ته سخت ځواب ورکړی او یو شمېر عسکر یې اسیر شوي دي.

خو داذربایجان دفاع وزارت دا ادعا رد کړې ده.