د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ډنمارک له صدراعظم سره ګوري

مایک پومپیو

د امریکاد بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو به د ډنمارک له صدراعظم سره د نارډ سټورم دوه په نوم د طبیعي ګاز پر نل لیکه خبرې وکړي.

د دې نل لیکې یوه برخه تربالتیک سمندرګي لاندې تېرېږي او دروسیې ګاز اروپايي هېوادونو ته رسوي.

هغه به نن (دجولاي په ۲۲مه) په دې اړه د ډنمارک له صدراعظم سره وغږېږي.

روسیه هڅې کوي چې د نارډ سټورم دوه پروژه بشپړه کړي.

د نل لیکي هغه برخه چې په بالتیک سمندرګي کې تېرېږي، د ډنمارک د اوبو په هغه برخه کې ده چې د دې هېواد په اقتصادي قلمرو کې شاملېږي.

مایک پومپیو تېره اوونۍ هغو کمپنیو ته چې له روسیې سره د دې نل لیکې په بشپړولو کې مرسته کوي، خبرداری ورکړ.

امریکا استدلال کوي چې د دې نل لیکې جوړېدل به د اروپا د انرژۍ پر مارکېټ د کرېملن واک زیات کړي او د اوکراین حکومت ته به چې په ختيځ کې د روسیې د پلویانو بېلتون غوښتونکو پر ضد جنګېږي، سزا وي.

له روسیې اروپا ته د طبیعي ګاز دا نل لیکه داسې تېرېږي چې اوکراین ورڅخه وتلی پاتې کېږي او په دې ډول به اوکراین هغه ملیونونه ډالر وبایلي چې د ګاز د نل لیکې د کلنۍ مالیې په توګه یې تر لاسه کولای شوای.