د هلمند-کندهار لویه لار کې دوو موټر بم بریدونو ۲ افغان سرتېري وژلي

ارشیف

بېګا ناوخته وسله‌والو طالبانو د هلمند-کندهار په لویه لار دوه موټر بم بریدونه کړي چې په‌کې دوه افغان سرتېري وژل شوي او اته نور ټپیان دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک افغان سرتېرو ته پاسنۍ مرګ‌ژوبله تأییدوي.

ښاغلي ځواک رسنیو ته ویلي لومړی موټر بم برید د لویو لارو د ساتنې په ۶۰۱ کنډک ځواکونو شوی دی.

د ښاغلي ځواک په خبره طالبانو وروسته د کندهار او لښکرګاه په لویه لار د ملي امنیت له یوه مرکز سره موټر بم برید کړی دی.

د وسله‌والو طالبانو له لوري د دغو بریدونو په اړه څه تبصره نه‌ده شوې.

دې ډلې داسې وخت خپلو بریدونو ته زور ورکړی چې د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې له‌خوا ترې په وار وار غوښتل شوي چې اورکم وکړي او د بین‌الافغاني خبرو لپاره دې چمتووالی ونیسي.

طالبان د خپلو پنځه زره بندیانو په خوشې کېدو ټینګار کوي.