بلخ کې طالبانو ۱۶ افغان ځواکونه خوشې کړل

د طالبانو بیرغ

د بلخ ولایت ځايي چارواکي تأييدوي چې طالبانو په دې ولایت کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ۱۶ سرتېري خوشې کړي دي.

د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد پرون ماخوستن ازادي راډيو ته وویل، طالبانو پرون یاد سرتېري راخوشې کړل.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقې پر اساس د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ۱۶ سرتېري چې د طالبانو په بند کې وو، په چمتال ولسوالۍ کې راخوشې شول.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پرون پر خپله ټویټرپاڼه د دغو کسانو د راخوشې کېدو خبر ورکړ.

د راپورونو پر اساس تر اوسه حکومت د طالبانو شااوخوا څلور زره زندانیان راخوشې کړي او طالبانو له حکومت سره اړوند تر ۸۵۰ زیات بندیان خوشې کړي دي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقه‌لیک پر اساس افغان حکومت باید د طالبانو پنځه زره بندیان او طالبان باید له حکومت سره اړوند زر بندیان راخوشې کړي.

د دې موافقې د لاسلیک پنځه میاشتې کېدونکې دي، خو د بندیانو د خوشې کېدو بهیر لا نه‌دی بشپړ شوی.

افغان حکومت په دې وروستیو کې وویل چې شااوخوا ۶۰۰ طالب زندانیان چې جرمي قضیې لري، نه‌خوشې کوي او له طالبانو یې وغوښتل چې د پنځو زرو کسانو په فهرست کې دې د دغو کسانو پر ځای نور کسان ځای کړي.