په اوکراین کې یوه وسله وال د مسافرو بس برمته کړی

د یوه وسله وال له لوي برمته شوی بس

یو وسله وال چې چاودېدونکي مواد ورسره دي، د اوکراین په شمال لویدیځ کې یو بس د لوڅک په ښار کې له سورلیو سره برمته کړی دی.

له سیمې څخه له خپرو شویو تصویرونو ښکاري چې د لوڅک ښار ته څېرمه یو بس درېدلی دی او د ډزو نښې پرې ښکارې، خو تر اوسه د تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.

د فولېن د سیمې د پولیسو ویاند اولها بوزلوک وایي، وسله وال شاوخوا شل سورلۍ برمته کړي دي او امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلې دي.

پولیسو په ټیلیفون له دې یرغمل کوونکي سره خبرې کړې دي خو تر اوسه یې د هغه د غوښتنو په اړه څه نه دې ویلي.

پولیسو له خلکو غوښتې دي چې سیمه پرېږدي.