د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ترکیې د وان ښار په اوبو کې د مړه شویو افغان پناه غوښتونکو جسدونه سر له نن شپې کابل ته لېږدوي.
د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ګران هېواد رسنیو ته په استولي پیغام کې په دې اړه وویل: "د نهه ویشت افغانانو جسدونه پېژندل شوې دي، په مجموع کې د نهه پنځوس سپرلیو جسدونه پيدا شوي، د افغانستان حکومت هڅې کوي چې د اریانا او کام ایر شرکتونو له لارې دا جسدونه راانتقال کړي."
ګران هېواد زیاته کړه چې درې جسده به سهار کابل ته ورسېږي، څلور به بیا سبا ماښام او لس نور د جمعې په ورځ کابل ته انتقال شي.
د جون په اووه ویشتمه د ترکیې په وان ښار کې په یوې بېړۍ کې دغه افغانان په غیرقانوني کډوال له ایرانه روان شوي وو چې کښتۍ یې ډوبه شوه.