د پاکستان یو خبریال چې په دې مشهور و چې د دغهَ هېواد پر ځواکمن پوځ یې نیوکې کولې، تری تم شوی دی.
د پېژندل شوي خبریال مطیع الله جان کورنۍ او همکاران اندېښمن دي چې دی به اختطاف شوی وي.
د مطیع اله جان همکار اسد تور وویل چې نن په پلازمېنه اسلام اباد کې یو شمېر وسله والو د مطیع الله جان د موټر مخه ونیوله او هغه یې وتښتاوه.
د څارونکو کمرو په تصویرونو کې ښکارې چې وسله وال د یوه موټر چلوونکی له خپل موټره راباسي او په زوره یې بل موتر ته خیژوي، ورسره وړي یې.
د مطیع الله جان میرمنې ویلي دي چې دا موټر یې د خاوند دی.
مطیع الله جان چې هر وخت به یې پر پوځ انتقاد کاوه یو وخت د پاکستان له وقت ټلویزیون سره کار کاوه بیا له هغه وشړل شو او د خواله رسنیو له لارې به یې فعالیت کاوه.
د بخښني نړیوال سازمان او د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون وویل چې دوی د مطیع الله جان برخلیک ته اندېښمن دي او باید ژر تر ژره خوشې شي.
د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون د پاکستان له حکومت څخه په یوه ټویټ کې غوښتې دي چې مطیع الله جان پیدا کړي.
د پاکستان یو شمېر خبریالان په وروستیو میاشتو کې د لنډې مودې په مخه نیول شوې دي او داسې ادعا کېږي چې دا د پوځ د استخباراتو کار دی او غواړي چې په دې ډول انتقادونه غلي کړي، خو پوځ دا تورونه رد کړې دي.