محب: دښمن په توغندیزو بریدونو سره د وسله والو جګړیزه سیمه پراخوي

حمدالله محب او ور سره تللی امنیتي پلاوی په کونړ کې

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمد اله محب د پاکستان پولې ته نژدې د کونړ سرکاڼو ولسوالي ته ولاړ او پرته له دې چې د پاکستان نوم واخلي ویې ویل، دښمن غواړي چې د توغندیو د ویشتو له لارې د وسله والو د جګړې سیمه پراخه کړي.

حمد اله محب په سرکاڼو کې هغه کورونه هم له نژدې ولیدل چې د پاکستان د توغندیو د برید له امله وران شوې دي.

ده هلته وویل: "دښمن باید په دې پوه شي چې موږ به د خپلې خاورې له اینچ اینچه دفاع وکړو او دښمن باید په دې هم وپوهیږي، که توغندي ولي بې ځوابه به نه پاتېږي."

حمد اله محب پرون په ننګرهار کې و او هلته یې هغو راپورونو ته اشاره وکړه چې ویل کېږي د دوربابا ولسوالي په څڅوبي سیمه کې پاکستاني لورې دروازه جوړه کړې ده، ښاغلي محب وویل، هرڅوک چې دروازه جوړه کړي، ورانه به شي.

له بل پلوه د افغانستان حکومت د پاکستان له لورې د توغندیدو د ویشتلو له امله د ملګرو ملتو امنیت شورا ته شکایت کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې عایشې فاروقي نن د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل چې دا د افغانستان پر خاوره د پاکستان له لورې د توغندیو د ویشتو په اړه معلومات نه لري.

خو تر دې څو ورځې مخکې د پاکستان د پولیسو یوه چارواکي اسویشتدپریس اژانس ته ویلي و چې لومړی افغان لورې د پاکستان په خوا توغندي ویشتلي دي.