د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د بریتانیا له صدراعظم سره ګوري

ښي لور ته د بریتانیا صدراعظم او چپ لور ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر

د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو به د بریتانیا له صدراعظم بوریس جانسن سره نن وګوري.

دوی وروسته تر دې سره ګوري چې لندن د چین د مخابراتو له سترې کمپنۍ هواوې سره اړیکې د هانګ کانګ په وړاندې د چین د چلند له امله قطع کړې دي.

پومپیو تېر ځل په جنوري میاشت کې څو ورځې وروسته تر دې لندن ته تللی و چې جانسن د واشنګتن له لورې د خبرداري سربېره هواوې شرکت ته اجازه ورکړه چې د بریتانیا له جي پنځه انټرنېټ سیستم سره مرسته وکړي، خو جانسن تېره اوونۍ دا پرېکړه بدله کړه او د ګرځنده ټېلیفونونو چمتو کوونکو ته یې امر وکړ چې د جي پنځه وسایل سر له نوي کاله له چینه وانخلي.

د صدراعظم جانسن تر دې اعلان وروسته پومپیو وویل چې دی پر دې پریکړې خوشاله دی.