د چاپیریال ساتنې فعاله ګریتا تونبرګ د "ګلبین کین" په نوم د جایزې ګټونکې شوه.
دا جایزه یو میلیون یورو ارزښت لري چې د دوشنبې په ورځ د چاپیریال ساتنې په برخه کې د تونبرګ د هڅو په خاطر هغې ته ورکړل شوه.
ګریتا تونبرګ د سویډن ده، دې په ویډیویي پیغام کې وویل چې دا به دا پیسې هغو پروګرامونو ته ورکړي چې د چاپيریال ساتنې لپاره کار کوي.
د ګلبین کین جایزه تر اوسه تر ټولو لویه جایزه ده چې اوولس کلنې ګریتا تونبرګ اخیستې ده.
تر دې مخکې هم دې یو شمېر مهمې جایزې ترلاسه کړې وې چې په دغو کې د بښنې د نړیوال سازمان جایزه وه.
ګریتا په دوه زره نولسم کال کې د نوبل د سولې د جایزې نومانده هم وه.