غزني کې اعتراض کوونکو د کابل-کندهار لویه لاره تړلې

غزني

په غزني کې اعتراض کوونکو د کابل-کندهار لویه لاره تړلې.

د غزني ښار د ارزو سیمې اوسېدونکي چې د دوه تنو ولسي وکړو مړي هم له ځانه سره درلودل غزني ښار ته راغلي او د اعتراض په ډول‌یې د کابل-کندهار لویه لاره په ساعتونو ساعتونو د ټرافیکو پر مخ ټړلې وه.

اغتراض کوونکو د جکړې له ښېکلو لورو د ملکیانو د خوندیتوب غوښتنه کوله.

دوی ادعا کوله چې یوازې تېره شپه د امنیتي ځواکونو په توغول شوي 'ډي سي' توپ د یادې سیمې دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

یوه تن اعتراض کوونکي حاجي دلدار خان ازادي راډیو ته وویل، د تېرې روژې میاشتې له لومړۍ ورځې تر اوسه پورې د جکړو له امله د ارزو سیمې تر ۱۵۰ زیاتو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او ۳۵۰ کورونه هم په بشپړه توګه په‌کې نړېدلي دي.

د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه‌زاده بیا ازادي راډیو ته وویل، په دغه سیمه کې جګړه شوې چې د وسله‌والو طالبانو ترڅنګ دغه دوه تنه ملکيان هم وژل شوي دي.

په غزني کې ډېری وخت جګړو کې د وسله‌والو طالبانو او امنیتي سرتېرو ترڅنګ ملکي کسانو ته هم مرګ‌ژوبله اوړي چې وسله‌وال طالبان‌یې د وژلو پړه پر امنیتي سرتېرو او امنیتي ځواکونه‌یې بیا پړه پر وسله‌والو مخالفینو وراچوي.

وسله‌والو طالبانو بیا تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.