د کلیو او پراختیا وزارت د نږدې ۷۰۰ میلیونه افغانیو تړونونه لاسلیک کړل

ارشیف

د افغانستان د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي لارو جوړولو ملي پروګرام له لارې د نږدې ۷۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړل.

د کلیو پراختیا سرپرست وزیر مجب‌الرحمان کریمي نن د دغه تړون د لاسلیک پر مهال وویل چې د دغو ۲۲ پروژو په پلي کېدو سره به یو شمېر کلیوالي سیمو ته د تګ راتګ لارې جوړې شي.

نوموړي دغه‌شان په دې برخه کې د افغانستان په ۲۰ ولایتونو کې د نږدې دوه میلیارده افغانیو په ارزښت د ۱۰۰ هغو پروژو په اړه چې د پلي کېدو په حال کې دي هم رسنیو ته معلومات ورکړل.

ښاغلی کریمي وویل، په دغو پروژو کې یوه هم د پامیر بدخشان لار ده چې ۶۰ کیلومتره جوړه شوې او د ۴۸ کیلومتره نورو د جوړېدو تړون هم لاسلیک شوی چې د دې سړک په جوړېدو سره به د پامیر ولسوالۍ سړک د بدخشان له فیض‌اباد سره ونښلول شي.

د یادونې ده چې د دې لارو په جوړېدو سره به لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي. دغه‌شان په دې سره به تګ راتګ هم اسانه او له کلیو ښارونو ته د وړو سوداګرو لپاره هم اسانتیاوې برابرېږي.