کابل کې غوره صادروونکو او خصوصي پانګه‌والو ګډه ناسته وکړه

ارشیف، د افغانستان تولیدي محصولاتو نندارتون

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د حرکت ادارې په همکارۍ د ۱۳۹۸ کال غوره صادروونکو او خصوصي پانګه‌والو سره ګډه ناسته وکړه.

د دغې خونې د عامه اړیکو رئیس امین بابک نن ازادي راډیو ته وویل چې په دغه ناسته کې چې نن ترسره شوه د دولت د رهبرۍ غړي، سکټوري وزارتونو او د خصوصي سکټور غړو ګډون کړی وو.

نوموړي وویل، په یاده ناسته کې د صادراتو په زیاتېدو او د ستونزو په هواري ټینګار وشو.

په یاد پروګرام کې دغه‌شان یو شمېر سوداګر هم وستایل شول.

ښاغلی بابک وايي، د ناستې په څنډه کې د افغانستان د صادراتي محصولاتو یو نندارتون هم جوړ شوی و چې ګډونوالو ترې لیدنه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې سږ کال د کرونا ویروس د خپرېدو له امله د افغانستان د صادراتو کچه راښکته شوې او د یوې مودې لپاره په ټپه ولاړه وه.