تندر قول اردو په یوه خبرپاڼه کې په پکتیکا ولایت له افغان ځواکونو سره په نښته کې د نهو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.
۲۰۳ تندر قول اردو په یوه خبرپاڼه کې وايي چې طالبانو تېره شپه غوښتل د پکتیکا د اورګون ولسوالۍ په شېخانو کلي کې د دولتي ځواکونو پر پوسته برید وکړي، خو د افغان ځواکونو په ځوابي حملو کې ۹ بریدکوونکي مړه او ۳ نور ټپیان شول.