اوکرایني چارواکي: توره بحیره کې د څو هېوادونو ګډ تمرینات پیل شول

ارشیف

اوکرایني چارواکي وایي په تورې بحیره کې د څو هېوادونو ګډ سمندري تمرینات پیل شول.

د اوکراین د سمندري ځواکونو قوماندان اولکسي نژپاپا د جولای پر ۲۰مه د وېډیویي وینا پر مهال د دې تطبیقاتو د پیل اعلان وکړ.

چارواکي د دې مانورونو هدف په توره بحیره کې د امنیت ټینګښت یادوي.

د نهو هېوادونو پوځي پرسونل، ۲۷ کښتۍ او ۱۹ الوتکې په دې تمریناتو کې برخه لري.

تمه ده دا پوځي تمرینات د جولای تر ۲۶مې دوام وکړي.

د اوکراین دفاع وزارت تر دې وړاندې ویلي وو چې د کرونا ویروس د خورېدو له کبله سږ کال د سي بریز په نوم دغه تمرینات به یوازې په سمندري برخې پورې محدود وي.

دغه د څو هېوادونو ګډ پوځي تمرینات له ۱۹۹۷ کاله پیل شوي او هر کال ترسره کېږي.