د سوریې هوایي دفاعي ځواکونو په دمشق کې د یو لړ بریدونو مخه نیولې

ارشیف، د اسرائیل جنګي الوتکې

د سوریې پوځ وايي چې د هوایي مدافعې ځواکونو یې د پلازمېنې دمشق په فضا کې د یو لړ حملو مخه نیولې ده.

د سوریې دولتي رسنیو دا خبر پرون د جولای پر ۲۰مه ورکړ او ویې‌ویل چې په دې برید کې اووه دولتي سرتېري ټپیان شوي دي.

لوېدیځو استخباراتي سرچینو ویلي، دا حملې اسرائیلو کړي چې په ترڅ کې یې په سوریه کې د ایران پلوي اهداف په نښه شوي دي.

د دې بریدونو په اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړل شوي او اسرائیل هم تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

په هغو تصویرونو کې چې دولتي رسنیو خپاره کړي دي، د دمشق په فضا کې چاودنې لیدل کېږي.