امریکا ۱۱ چینایي کمپنۍ خپل تور لېست ته زیاتي کړې

د امریکا او چین بیرغونه

د امریکا متحده ایالاتو ۱۱ چینایي کمپنۍ خپل تور لېست کې ورزیاتې کړې.

دا اقدام د چین په شنجن سیمه کې د بشري حقونو د سرغړونو په تړاو شوی دی.

پیکنګ له دې کبله له فشارونو او انتقاد لاندې دی چې له ۲۰۱۷ کال راهیسې یې په شنجن ایالت کې څه باندې یو میلیون اوریغور توکمې او نور مسلمان اقلیتونه په ځانګړو مرکزونو کې ځورولي دي.

چین وایي دغه کمپونه‌یې روزنیز دي او تر ډېره د تندلارۍ پر وړاندې د مبارزې په هدف جوړ شوي دي.

د امریکا د خزانې وزارت د جولای پر ۲۰مه وویل چې په تور لېست کې نوې شاملې شوې چینایي کمپنۍ په شنجن سیمه کې د اویغور او نورو مسلمانو اقلیتونو چې تر ډېره قزاقان، قرغزان، تاجکان او نورې ډلې دي، په اجباري کارونو کې ښکېل وې.

تر اوسه چین د امریکا متحده ایالاتو د دې اقدام په اړه غبرګون نه‌دی ښودلی، خو تر دې وړاندې پیکنګ دې ډول اقدام ته د دوی په کورنیو چارو کې د امریکا مداخله بللې وه.