میدان وردک کې ۱۷ افغان سرتېرو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

ارشیف، د ملي اردو د موټرو کاروان

د میدان وردک ولایت په سید اباد ولسوالۍ کې ۱۷ افغان سرتېرو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د افغانستان دفاع وزارت تېر ماښام د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې د دوشنبې په ورځ تر غرمې وروسته د ملي پوځ پر یوه کاروان موټر بم چاودنه وشوه.

اعلامیه زیاتوي په دې پېښه کې اته تنه افغان سرتېري وژل شوي او ۹ تنه نور ټپیان شوي دي.

وسله‌والو طالبانو د دې پېښې مسؤلیت منلی دی. د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په یوې اعلامیه کې وویل چې په دې برید کې یې لسګونه افغان سرتېرو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده، خو افغان چارواکي دا ادعا ردوي.

په همدې ورځ د افغانستان په کندز ولایت کې هم افغان چارواکو د طالبانو په برید کې د اتو تنو امنیتي ځواکونو د وژل کېدو خبره تأیید کړې وه.

په داسې حال کې چې د افغان حکومت او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د سولې خبرو د پیلېدو لپاره هڅې روانې دي، خو په ټول هېواد کې د تاوتریخوالي د ډېرېدو راپورونه هم ورکول کېږي چې دواړه لوري یو بل د دغو بریدونو په ډېرېدو تورنوي.