د کونړ چارواکي: پاکستانیو پوځیانو پر شلټن لسګونه مرمۍ ورولي

ارشیف، پاکستاني پوځیان

د کونړ چارواکي وايي، پاکستانیو پوځیانو یوځل بیا د دې ولایت په خاوره د توپونو ډزې کړې دي.

د دوي په خبره چې د شلټن په ولسوالۍ يې د توپونو ۲۹ مرمۍ ورولي دي.

د کونړ والي ویاند عبدالغني مصمم د دوشنبې په ورځ د چنګاښ په ۳۰ مه ازادۍ راډیو ته وویل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستان پوځ د شلټن ولسوالۍ په چوګام او نورو سېمو د توپونو ۲۹ مرمۍ ویشتلې.

د مصمم په خبره چې ټولې ویشتل شوې مرمۍ په شاړو ځایونو لګېدلې او چاته يې زیان نه دی رسولی.

هغه زیاتوي: "په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یو ځل بیا پاکستانیو پوځیانو د کونړ شلټن ولسوالۍ په چوګام سېمه د توپچي ۲۹ بریدونه کړي دي، په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان ندی رسېدلی خو مالي زیانونه ولس ته اوښتي دي."

حکومتي مسئولین وایې د تېرې چهار شنبې په ورځ هم پاکستانیو ځواکونو د کونړ په سرکاڼو، مرکز اسعداباد او مرورې ولسوالۍ په لسګونو د توپونو او هاوانونو ډزې کړې وې چې په کې ۸ تنه ولسي وګړي وژل شوي و او ۱۱ ټپیان شوي و.

د تېرې شنبې په ورځ ولس او په ولسي جرګه کې د کونړ داستازو له شکایتونو وروسته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د راکټي او توپچي بریدونو له امله د پاکستان يې خلاف یې ملګرو ملتونو ته خپل شکایت لېږلی.

د یاد وزارت چارواکو هغه ورځ ادعا وکړه چې له دې وروسته به پاکستاني ځواکونه د کونړ پرخاوره بریدونه نه کوي.

تر اوسه د پاکستاني حکومتي چارواکو د تېرې اوونۍ او د پرونیو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.