ترکیه کې د ډوبې شوې بېړۍ په موندل شویو مړیو کې ۲۴ افغانان دي

د ترکیې د وان ښار جهیل

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ترکیې په وان ښار په یوه جهیل کې د ډوبې شوې بیړۍ د ۵۸ مسافرو مړي موندل شوي چې ۲۴ په کې افغانان دي.

د دې وزارت ویاند ګران هېواد د دوشنبې په ورځ رسنیو ته په لېږلي ویډیويي پیغام کې وویل چې د دغو مړیو د انتقالولو په برخه کې هڅې روانې دي.

ده زیاته کړه: "په ترکیه کې د افغانستان جمهوري دولت کار کوي چې دا مړي کابل ته راانتقال کړي او د دوی کورنیو ته یې وسپاري او پر خپلو هېوادوالو غږ کوو چې له غیر قانوني سفرونو ډډه وکړي او خپل سرنوشت او ژوند د قاچاق وړونکو په لاس ورنه کړي چې کولای شي دوی له جدي خطر سره مخامخ کړي."

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دا بېړۍ د جون په ۲۷مه نېټه ډوبه شوې او ویل کېږي شا او خوا ۶۰ کسان په کې سپاره وو.

دا هم نه ده څرګنده چې په بېړۍ کې ټول څومره افغانان وو خو تر اوسه د ۲۴ افغانانو هویت تایید شوی دی.

د راپور له مخې په دې بېړۍ کې سپاره ټول کسان پناه غوښتونکي وو.

غیر قانوني پناه غوښتونکي عموماً تر ترکیه تېرېږي او اروپايي هېوادونو ته د اووښتو هڅه کوي.