د عربستان پاچا د تریخي التهاب په خاطر روغتون ته لېږدول شوی

د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز

د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز د تریخي د التهاب په خاطر د پلازمینې ریاض روغتون ته لېږدول شوی دی.

د سعودي عربستان دولتي خبري اژانس نن په دې اړه د دغه هېواد د سلطنتي ماڼۍ اعلامیه خپره کړې ده.

په اعلامیه کې لږ معلومات ورکړل شوي چې ۸۴ کلن عبدالعزیز نن شاه فیصل روغتون ته ولېږدول شو.

د عبدالعزیز د روغتیايي وضعیت په اړه ډېر کم خبرونه تر سترګو کېږي.

دی له ۲۰۱۵میلادي کال راهیسې د سعودي عربستان قدرت په لاس کې لري.

ټاکل شوې وه نن سعودي عربستان ته د عراق د صدراعظم مصطفی کاظمي سفر پیل شي خو د سعودي د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا سفر ځنډول شوی دی.