ټرمپ: زه د امریکا ولسمشرۍ ټاکنې نه بایلم

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ په عام محضر کې له دې ډډه وکړه چې د سپینې ماڼۍ لپاره د را روانو ټاکنو نتیجه به مني.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون یکشنبې له فاکس نیوز ټلویزیون سره په مرکه کې په څرګنده ونه ویل چې دی به د ولسمشرۍ د را روانو ټاکنو نتیجه مني

ټرمپ وویل، دی ډېر ساده دا نشي ویلی چې نتیجه مني او دا هم نشي ویلی چې نه یې مني.

هغه زیاته کړه: "تر هر څه مخکې، زه یې نه بایلم او دا ځکه چې دا جعلي سروې ګانې دي، په ۲۰۱۶ کال کې هم هغه جعلي وې او اوس خو بیخي جعلي دي. د ۲۰۱۶ کال سروې ګانې خو له دې لاخرابې وې."

ټرمپ ټینګار کوي، هغه سروې ګانې چې په وروستیو کې ترسره شوې او ښیي چې د ده محبوبیت کم شوی او جوبایډن ترې مخکې دی، غلطې دي.

د ټرمپ د دغې مرکې په غبرګون کې د جوبایډن د کمپاین مسئولینو وویل چې د امریکا خلک به د دغو انتخاباتو چې په پام کې ده د نومبرپه درېیمه وشي، برخلیک وټاکي.

په ۲۰۱۶ کال چې د ټرمپ او هیلرې کلینټن ترمنځ سیالي وروستۍ مرحلې ته داخله شوې هم نوموړې دا ژمنه نه وه کړې چې که ټاکنې ډیموکراتان وګټي، دی به یې نتیجه ومني.

په دې وروستیو کې د ټرمپ محبوبیت د کرونا ویروس په وړاندې د هغه د اجرااتو او په مې میاشت کې په میناپولیس کې د جورج فلویډ د مړینې پرسرد نژادي بې عبدالتۍ پر وړاندې د پراخو اعتراضونو په نتیجه کې کم شوی دی.

له فاکس نیوز سره په مرکه کې ټرمپ د ساري ناروغیو لوی متخصص ډاکټر انتوني فاوچي داسې شخص چې په وینا یې د کرونا د وبا په اړه یو څه زیات خبرداری ورکوي، یاد کړ.

ټرمپ بیا هغه ډاډګېرنه تکرارکړه چې په فبرورۍ کې ویلي چې دغه ویروس به له منځه لاړشي.

ټرمپ وویل، بلاخره به دا معلومه شي چې دی پرحق و.

متحده ایالات په نړۍ کې د کرونا وبا له امله د ډېرو زیانمن شویو هېوادونو په سر کې دی چې له ۱۴۰ زرو زیات کسان په کې د کویډ ـ ۱۹ ناروغۍ له امله مړه شوي او شاوخوا درې میلیونه او اوه سوه زره نور هم پر دغې ناروغۍ اخته شوي دي.