د افغانستان کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، په فاریاب کې یې نږدې دوه زره مېرمنو ته کاري فرصتونه برابر کړي دي.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه کاري فرصتونه د بڼوالۍ او مالدارۍ پروګرام له لوري برابر شوي دي.
نوموړي وویل چې دغه مېرمنې تر دې وړاندې وزګاره او له ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان وې.
دوی وایي، دغه مېرمنې د سبزیو او مېوو په پروسس بوختې دي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت دغه پروژه په ٢٠١٤ میلادي کال کې پیل کړې او له دې لارې یې نږدې ٦ زرو مېرمنو ته د کار زمینه برابره کړې ده.