ایران: امریکا او اسرائیلو ته د جاسوسۍ په تور یو کس اعدام شو

ایراني چارواکو ویلي، موسوي د قاسم سلیماني د ځای په اړه اطلاعات ورکړي وو.

د ایران قضایه قوه وایي، هغه کس یې اعدام کړی چې د سپاه پاسداران د یوه پخواني پیاوړي قومندان په اړه یې امریکا او اسرائیلو ته اطلاعات ورکړي وو.

د قضایه قوې اړوند میزان ویبپاڼې راپور ورکړی چې په جاسوسۍ د مجرم پېژندل شوي محمود موسوي د اعدام حکم نن دوشنبه عملي شو.

ایراني چارواکو تېره جون میاشت کې وویل چې موسوي د قاسم سلیماني د ځای په اړه اطلاعات ورکړي وو.

سلیماني د سپاه پاسداران د قدس څانګې مشر و چې په بغداد کې امریکایي بې پیلوټه الوتکو وواژه.